طالبانو په پنجشنیر ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي
طالبانو د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د آبسار په ولسوالۍ کې د قلعه تري په کلي کې پر امنیتي پوستو د برید کولو او درې تنو ملکي وګړو او ګن شمیر امنیتي پوستو د لمنځه وړو ادعاء کړې ده
1486985
![طالبانو په پنجشنیر ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7ebe/98b0/2c9f/5f576311cc66a.jpg?time=1718905921)
.
د بله پلوه د پنجشیر ولایت ځايي مقاماتو هم د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې طالبانو نن د غرمې نه مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د قلعه تري په کلي کې پر امنیتي پوستو برید کړی دی او درې کسان يي یرغمل نیولي دي. د پنچشیر ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو لخوا د یرغمل نیول شوو کسانو د خلاصون په خاطر يي هلې ځلې پیل کړي دي.
طالبانو بیا ویلي دي یرغمل نیولي کسان د ملي پوځ سرتیري دي. طالبانو ویلي دي چې یوه پوسته يي نیولې ده .
ویل کیږي طالبان اوس هم د کلي په بازار کې شتون لري. ویاند وویل چې سیمه يي د طالبانو نه د تصفیه کولو په خاطر تازه دمې ځواکونه سیمې ته استولي دي.
طالبانو د لومړي ځل لپاره په دوه ورځې مخکې د پنجشیر ولایت د پریان پر ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید کړی وو او د څو پوستو دنیولو ادعا کړې وه.