په سرپل ولایت کې چاودنه شوې

په سرپل کې چاودنې ۶ تته ماشومانو ژوند واخیست

1483822
په سرپل ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې چاودنې ۸ تنو ملکي‌ وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د سرپل ولایت امنیتي‌ مقاماتو ویلي دي چې پرون د ماښام په ساعتونو کې د سانچارک  ولسوالۍ د ګجوای په ولسوالۍ کې په یو کور کې د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د سرپل د والي‌ ویاند هم د پيښې پخلی کړی او خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې چاودنه پرون د ماښام په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې ۶ تنه ماشومان مړه او دوه میرمنې ټپیانې شوي‌ دي.

ویاند د برید پړه پر طالبانو اچولې ده . هغه ویلي‌ دي  چې ماین د طالبانو لخوا پدې کور کې ځای په خای شوی وو خو لامل يي لا تر اوسه پورې معلوم ندی.

په پيښه کې د دوو کورنیو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .



اړوند خبرونه