په غزني‌ او بدخشان کې چاودنې شوي‌ دي

د افغانستان د غزني‌ په ولایت کې په یو سیمه ایز چارواکي چاودنه شوې ده .

1483460
په غزني‌ او بدخشان کې چاودنې شوي‌ دي

 

د غزني ولایت نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې  د غزني‌ ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیس پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې ده .

د غزني‌ ځايي مقاماتو ویلي دي‌ چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د غزني‌ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالباري رحیمي د خپل کار د دفتره د ولایت مقام ته روان وو.

پدې برید کې رحیمي‌ ته هیڅډول کوم زیان ندی اوښتی. هغه ددې برید نه روغ رمټ وتلی دی. د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د بله پلوه نن د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان هم د یو ځانمرګي‌ برید نه روغ وتلی دی.

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناءاالله روحاني‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې نه مخکې د ۱۱ نیمو بجو په شاوخوا کې یو تن ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ چې غوښتل د وردوج ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو پر قومندان حبیب برید وکړي‌ هدف ته د رسیدو نه مخکې ځان وچولو .

ویاند ویلي دي چې برید کوونکي‌ غوښتل چې پر قومندان حبیب د هغه د کور په مخکې ځانمرګی برید وکړي خو موخې ته ونه رسید. 

پدې برید کې ځانمرګی برید کوونکی مړ او ۴ تنه چې دوه تنه يي د قومندان حبیب ساتونکي دي او دوه تنه يي ملکي‌ وګړي‌ ټپیان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه