د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ چاودنې مخنیوی وشو.
په کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه
1471692
د کابل پولیسو د کابل د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پل خشتي په سیمه کې د یو مقناطیسي بم چې د چاودنې لپاره عیار شوی وو د کشف او شنډولو نه خبر ورکړی دی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز ویلي دي چې د کابل پولیسو د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پل خشتي په سیمه کې د یو مقناطیسي بم چې د چاودنې لپاره عیار شوی وو کشف او شنډ کړی دی.
د ویلو ده چې د کابل د پل خشتي سیمه د ښار تر ټولو ګڼه ګوڼه سیمه ده .
د پولیسو ویاند ویلي دي چې پولیسو ددې بم د کشف او شنډولو سره د یوې سترې خونړۍ فاجعې او تروریستي پيښې مخنیوی وکړ.