د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.
د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه
1469740
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن د مازیګر په ساعتونو کې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کمپنۍ په څلور لاره کې چاودنه وشوه چې په نتیحه کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او پنځه تنه يي ټپيان کړي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د پولیسو لخوا د ماین د شنډولو پر مهال رامنځته شوې ده .
ویاند ویلي دي چې د پيښې په قربانیانو کې یوه ښځه هم شتون لري او ټپیان ټول پولیس دي.
دا چاودنه پداسې حال کې کیږي چې نن په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ټولو طالب زندانیانو د خوشې کولو د پریکړه وشوه.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
ویل کیږي دا چاودیدونکي توکي په یوې کراچۍ کې ځای په ځای شوي وو چې د شنډولو پر مهال وچاودیدل.