په جلال آباد کې چاودنه شوې

د جلال آباد د مستوفیت ترڅنګ چاودنه شوې

1463176
په جلال آباد کې چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي‌ ماین له امله رامنځته شوې ده .

د بله پلوه د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند طارق عزیز خبري رسنیو ته ویلي دي چې د غرمې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د مستوفیت تر څیرمه د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې یو تن ملکي‌ وګړی ټپي شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

همداشان دا هم معلومه نده چې ددې چاودنې هدف څوک وو.



اړوند خبرونه