په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست
د افغانستان په شمال کې په سمنګان ولایت کې د درندې چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
1454034
د سمنګان ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې نه مخکې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت او ښاروالۍ ترڅنګ یوه ډیره ستره چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې ګمان کیږي دا چاودنه د موټر پر مټ شوي وي. همداشان د چاودنې نه وروسته په سیمه کې نښته پیل شوې ده چې اوس هم روانه ده.
ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د ددې پيښې څه باندې ۴۰ تنه ټپیان د ایبک ښار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی او پدې برید کې لږ تر لږه د ۷۰ تنو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .