په هرات کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې
د افغانستان. هرات په ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې
1449218
![په هرات کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/85cd/a6ac/060d/5eb8f64a3feba.jpg?time=1719240176)
د افغانستان د هرات په ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه وشوه.
د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د احمد آباد په سیمه کې شوې ده .
هغه ویلي دي چې د احمد آباد په سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه. په چاودنه کې درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.