د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ فاجعې مخنیوی وشو.
په کابل کې ستر خونړي برید مخنیوی وشو
1446257
د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو په پلازمینه کابل کې په چاودیدونکو توکو بار د یوې کوچنۍ لارۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی.
ویل کیږي ترهګرو غوښتل چې ددې موټر سره په کابل کې خونړې ځانمرګی برید وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې دا لارۍ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل د پولیسو د ۱۲ مې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوې ده .
همداشان ددې لارۍ سره د حقاني د شبکې دوه تنه غړي هم نیولي دي.
ویل کیږي د حقاني شبکې په کابل کې په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني سفارت ترڅنګ د ترسره کړي ورته د یو بل ډیر ستر برید پلان درلود.
د ویلو ده چې د کابل د ۲۰۱۷ کال په برید کې تر ۱۵۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.