په بالامرغاب کې د طالبانو په برید کې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي
طالبانو په بادغیس کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید کړی
1442370

د افغانستان په لویدیځ کې د بادغیس په ولایت کې د طالبانو په برید کې ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې طالبانو د هیواد په لویدیځ کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت په وینا برید د بالامرغاب ولسوالۍ د اکازي په کلي کې رامنځته شوې ده .
همداشان پدې نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.