افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د لیدل کیدو راهیسې تر د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددې ناروغۍ له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
![افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/56bf/322a/cca9/5e902c2cc0372.jpg?time=1718857870)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبه د غبرګولي ۲۹ مه خبري رسنیو ته وویل چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۵۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۰۱ شکمن سمپلونه معاینه شوي دي چې ۶۵۸ پکې مثبت راوتلي دي. پدې ډول په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۷ زره ۵۳۲ ته لوړه شوه.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۰۲ تنه ناروغان ښه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي دي.
په کابل کې ۴۱۵ مثبتې پیښې، په بامیان کې ۶۲ ، په تخار کې ۴۰، په کندهار کې ۲۷، په کندوز کې ۲۲ ، په لوګر کې ۲۱، په بغلان کې ۱۷، په پنجشیر کې ۱۴، په دایکندي کې ۱۰، په پروان کې ۷ ، په بلخ کې ۶، په زابل کې ۶، په غور کې ۵، په فاریاب کې ۴ او په غزني کې ۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې بیا د کرونا ویروس له امله تر تولو زیات ځاني تلفات په هرات ولایت کې رامنځته شوي دي. په هرات کې ۱۹ تنو، په کابل کې ۱۷ تنو، په فاریاب کې ۳ تنو، په سمنګان کې ۲ تنو او په بلخ ولایت کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.