په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خوریدو په حال کې دی
په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۹۱ مثبې پيښې ثبت شوي دي
1430970
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۰۳۴۲ ته لوړه شوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۹۱ د کرونا ویروس مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د بله پلوه په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۳۰ تنو ناروغانو ژوند د لاسه ورکولو نه خبر ورکړ شوی دی.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د لیدل کیدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ تنه ژوند د لاسه ورکوي.
ددې سره د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۵۷ تنو لوړه شوه.
همداشان پدې موده کې د ۴۵ تنو ناروغانو د ښه کیدو سره د ښه شوو ناروغانو شمیره ۱۸۷۵ ته لوړه شوه.