په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۳ زرو نه واوښته

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۳۵ تنو ته لوړه شوه

1424866
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۳ زرو نه واوښته

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۰ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي‌ .

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کړې ده .

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې په کرونا د اخته کسانو شمیره ۱۳۰۳۶ تنو ته لوړه شوې ده .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  ۸ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی او ۶۵ تنه نور روغ شوي دي.

پدې‌ ډول په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۳۵ تنو ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي  دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي دي.

ویل کیږي‌ په پلازمینه کابل کې ۲۳۳ پیښې ثبت شوي دي. همداشان هرات ولایت بیا په دویم کتار کې ځای لري.

د بله پلوه د کابل اوسیدونکي وايي چې په کابل کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې د عامې روغتیا د وزارت لخوا د اعلان شوي رقم نه ډیرې ډیرې زیاتې لوړې دي.

په کابل کې په سلګونو داسې کورنۍ شتون لري چې د کورنۍ ټول غړي‌ د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او حتا حکومت او د عامې روغتیا وزارت ترینه خبر هم نلري.



اړوند خبرونه