په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۸۳۱ ته لوړه شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1423702
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۸۳۱ ته لوړه شوه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۸۳۱ ته لوړه شوه.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي‌ چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۸۳۱ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۷ پيښې په پلازمینه کابل کې، ۸۵ پيښې په هرات کې، ۷۷ پیښې په بلخ کې، ۵۹ په بغلان کې، ۵۲ په بادغیس کې، ۴۱ پيښې په فاریاب کې، ۲۷ پيښې په ننګرهار کې او ۱۱ پيښې په بامیات ولایت کې ثبت شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ تنه ناروغان ښه شوي‌ چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۱۲۸ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه