په جلال آباد کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
1423163
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده .
چاودنه د جلال آباد نن دولس بجې د شیشم باغ په سیمه کې د ګازو د بالون له امله رامنځته شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویليدي چې چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د اورلګیدنې له امله دوه تنه سخت ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا ویلي دي چې ددې پيښې ۱۰ تنه ټپیان روغتون ته راانتقال کړی شوي. همداشان پدې پيښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې کیدای شي دا ارقام تغیر ومومي.