په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبو پیښو شمیره د ۱۱ زرو نه واوښته

په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دی

1423174
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبو پیښو شمیره د ۱۱ زرو نه واوښته

 په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۱۷۳ لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

ویل کیږي‌ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس  ۵۹۱ مثبتې پیښې  ثبت شوي‌ دي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې پدې وروستیو کې د کرونا ویروس خپریدو لړۍ چټکه شوې ده.

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې مثبتې پيښې په پلازمینه کابل کې رامنځته شوي دي.

په کابل کې ۳۹۰ مثبتې پيښې او په هارت کې بیا ۶۲ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.



اړوند خبرونه