په خوست کې په جومات وسله وال برید شوی
په خوست کې په جومات د برید په نتیجه کې ۳ تنه وژل شوي دي
1420114
![په خوست کې په جومات وسله وال برید شوی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2dc6/5e51/6c85/5e3bc1178c62c.jpg?time=1718922594)
د افغانستان د خوست په ولایت کې په جومات کې په لمونځ کوونکو د تراویح لمونځ پر مهال وسله وال برید شوی دی.
د خوست د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د صبرۍ په ولسوالۍ کې د ګورچک په کلي کې په یو جومات د ماسخوتن د لمانځه پر مهال وسله وال برید شوی دی.
ویاند ویلي دي چې برید د تراویح لمونځ پر مهال شوی دی چې په نتیجه کې ۳ تنو لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې برید کې یو تن ماشوم هم ټپي شوی دی.
د یادولو وړ ده چې تیره شپه په پروان ولایت کې بیا د ماښام د لمانځه پر مهال په یو جومات وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په پروان کې پر جومات د برید له امله ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.