په پروان ولایت کې په یو جومات د ماښام روژه ماتې پر مهال وسله وال برید شوی
په پروان کې پر جومات خونړی برید شوی
د افغانستان د پروان په ولایت کې په یو جومات د وسله وال برید په نتیجه کې ۱۹ تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولایت د پولیسو مشر هارون مبارز خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د غويي ۳۰ مه د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د خلال زیو په کلي کې په یو جومات وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې ۷ تنه لمونځ کوونکي مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
پیښه د طالبانو تر کنټرول لاندې په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د بله پلوه طالبانو ادعا کړې ده چې برید د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو لخوا شوی دی.
طالبانو ویلي دي چې افغان ځواکونو پدې جومات د ماښام د روژه ماتې پر مهال برید کړی او د ۹ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا کړې ده .
خو افغان ځواکونو بیا ویلي دي چې برید د نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی.