په غزني کې پر امنیتي قطعې ځانمرګی برید شوی
د افغانستان د غزني په ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په مرکز ځانمرګی برید شوی دی.
نن دوشنبه د غويي ۲۹ مه د سهار د نږدې پنځو بجو په شاوخوا کې په غزني ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د مرکز ترڅنګ د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
د غزني ولایت امنیتي مقاماتو په وینا پدې ځانمرګي برید کې چې د هاموې پوځي زغروال موټر پر مټ شوی دی ۷ تنه امنیتي سرتیري مړه او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین په غزني ولایت کې ددې برید پخلی کړی دی خو د ځاني تلفاتو په اړه يي څه ندي ویلي.
خو د غزني ولایت روغتیايي مقاماتو بیا پدې برید کې د ۷ تنو امنیتي منسوبینو د وژل کیدو او څه باندې ۴۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو پدې برید کې په لسګونو تنو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .
همداشان دا برید په غزني ولایت کې د اسلامي تمدن د فرهنګي مرکز ترڅنګ شوی دی.
په برید کې د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز هم د پام وړ زیانمد شوی دی.
د غزني ولایت د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې بیا ویل شوي دي چې دا برید په ۷۰۳ ځانګړې امنیتي قطعې شوی دی.