په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په ښیوې ولسوالۍ کې د پولیسو د یو قومندان د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د جنازې په مراسمو کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د ښیوې په ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو کې خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه ویلي دي چې چاودنه د ښیوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندانانو نه د شیخ اکرم په جنازه کې چې تیره شپه يي د قلبې حملې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی وو رامنځته شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي ژوند د لاسه ورکړی او بل پکې ټپي شوی دی.
په چاودنه کې ۱۵ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي
د بله پلوه د ننګرهار مرکزي روغتون ویلي دي چې تر اوسه پورې ورته ددې پيښې ۵۴ تنه ټپیان او ۱۲ هم مړي راانتتقال شوي دي. په مړو کې د ولایتي شورا غړی لالا وکیل هم شتون لري.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
طالبانو دا برید رد کړی دی. د طالبانو ویاند مجاهد د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دا برید ددوې لخوا ندی شوی او ددې برید سره کوم تړاو نلري.