په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۴۰۲ تنو ته لوړه شوه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۲۰ ته لوړه شوه
1414274
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال کړې ده .
هغه ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنو ناروغانو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۵ تنه ښه شوي دي.
هغه ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شوو پيښو نه یواځې ۱۱۷ په پلازمینه کابل کې ثبت شوي دي. همداشان هرات د ۵۹ مثبتو پيښو سره په دویم او کندهار ولایت بیا د ۲۶ پيښو سره په دریم کتار کې ځای لري.
په افغانستان کې د مړو شمیره ۱۲۰ تنو او روغو شوو کسانو مجموعي شمیره ۵۵۷ تنو ته رسیدلې ده .