په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۳۳۰ ته لوړه شوه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۲ تنو ته لوړه شوه
1404488
![په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۳۳۰ ته لوړه شوه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/559c/f403/4bb4/5e9b36cbcfa35.jpg?time=1719313069)
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۳۳۰ ته لوړه شوه.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت وکړه.
د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې پدې ډول په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۳۳۰ تنو ته لوړه شوه.
په افغانستان د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره هم ۴۲ تنو ته لوړه شوې او د روغو شوو کسانو شمیره ۱۷۹ تنو ته رسیدلې ده.