په سرپل کې په امنیتي ځواکونو هممهاله بریدونه شوي دي
د سرپل په مرکز او دوو ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو هممهاله بریدونه شوي
1403202
د افغانستان په شمال کې د سرپل په ولایت کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په درې جلا پوستو بریدونه کړي .
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالب اورپکو د سرپل ولایت په مرکز سنچارک او سوزما قلعه په ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو هممهاله بریدونه کړي دي.
هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې ۱۱ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان یو تن سرتیری د طالبانو لخوا اسیر نیول شوی دی.
اماني ویلي دي چې د طالبانو د برید نه وروسته په رامنځته شوې نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.
طالبانو بیا د بریدونو په اړه څه ندي ویلي.