د بګرام د پوځي هډې پر کارکوونکو خونړی برید شوی
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د سترې د بګرام د پوځي هډې پر کارکوونکو خونړی برید شوی
1399682
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د سترې پوځي هډې پر کارکوونکو خونړی برید شوی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د نامعلومو کسانو لخوا شوی دی.
د پروان ولایت د ولایتي شورا غړي عصمت محمدي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن شپه په ناوخته ساعتونو کې نامعلومو وسله والو کسانو د میدان د خولې په سیمه کې د بګرام پوځي هډې ترڅنګ د یادې شوې پوځي هډې پر کارکوونکو خونړی برید وکړ.
په برید کې ۴ تنه کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.