په کندهار کې چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي ووژل
په کندهار کې چاودنه شوې
1395921
د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله درې ملکي کسان ووژل شول.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي خامه پړس خبري آژانس ته وویل چې پېښه تېره ورځ ( جمعه وري ۲۲ ) سپین بولدک ولسوالۍ کې داسې مهال رامنځته شوه، چې خلک د مېلې خوا ته روان وو.
د نوموړي په خبره چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي، او کوم پوځي کس ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
یو شمېر داسې راپورونه خپاره شول چې چاودنه کې د کندهار ولایت د چټک غبرګون قطعې پولیسو قومندان ورور میرمحمد وژل شوی، خو د کندهار ولایت امنیتي چارواکو دا خبر رد کړ.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا ندی منلی.