په افغانستن کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پيښې هم ثبت شوې
په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه
1378586
په افغانستان کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پيښې هم ثبت شوې چې پدې ډول د مثبتو پیښو شمیره ۲۱ ته لوړه شوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس پنځه نورې مثبتې پيښې هم ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د پنځو نوو پیښو نه دوه په هرات ولایت ، دوه په لوګر او یوه پيښه هم په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده .
ددې سره په افغانستان کې د مثبتو پيښو شمیره ۲۱ ته لوړه شوه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی