د طالبانو ادارې ویلي چې امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.
طالبانو ویلي دي چې امریکا د افغانستان په فضا کې د بې پيلوټه الوتکو د الوتنو سره د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کوي.
د طالبانو ادارې ویلي چې امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا څو ځلې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې او په دې اړه یې غبرګون ښودلی او له امریکا یې غوښتي، چې دا موضوع جدي ونیسي.
مجاهد وويل: "دا الوتکې (بې پيلوټه الوتکې) چې د يو شمېر نږدې هېوادونو له هوايي حريم څخه افغانستان هوايي حریم ته راننوتي دي، بې له شکه د امريکا اړوند دي. هر څوک بايد په دې برخه کې خپل مسؤوليت درک کړي او د سرغړونې مخه ونيسي."
مجاهد پرته له دې چې نومونه یې واخیستل شي له نږدې هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل هوايي حریم د امریکا په ګټه نه خلاصوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان په مطبوعاتو کې خبر ورکړل شو چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار او نیمروز کې بې پيلوټه الوتکې الوتنې کوي.
د طالبانو د ادارې چارواکي وايي، له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان په ډېرو سیمو کې بې پیلوټه الوتکې الوتنې کوي.