په افغانستان د ولسمشر ماڼۍ ترڅنګ دوه جلا جلا چاودنې وشوې
په افغانستان کې د ولسمشر د لوړې د مراسمو پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ دوه چاودنې وشوې
1374779
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ دوه جلا جلا چاودنې او د ډزو غږونه واوریدل شوې.
د ویلو ده چې چاودنو او ډزو غږونه پداسې حال کې واوریدل شول چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې نه وروسته وینا کوله.
هغه په میلمنو غږ وکړ چې زمونږ میړانه خلکو ډیرې زیاتې حملې او بریدونو شاهدي کړې ده او د داسو بریدونو نه ډار نلري.
ولسمشر غني وویل چمتو دی چې خپل سر د وطن په لاره کې قرباني کړي.
د کابل نه يوې سرچيني ترکيې غږ راډيو ته ويلي دي چې د لوړې د مراسمو پر مهال په کابل ښار ۵ راکټي بريدونه شوي دي چې د زرنګار پارک په سيمه کې لګيدلي دي.
د راکټونو نه يو د سرينا هوټل په ديوار لکيدلی دی.
د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته