ادیب فهیم له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست مرستیال له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د پخواني جهادي مشر او د ولسمشر د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم زوی ادیب فهیم د ملي امنیت ریاست د مرستیالۍ د دندې نه استعفا وکړه.
ادیب فهیم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي استعفا لیک کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندی کړی دی لیکلي دي چې د تیرو ۴ کلونو راهیسې د ملي امنیت ریاست د لومړي مرستیال په توګه په ډیر ویاړ سره دنده اجرا کړه چې اوس د شخصي عذرونو له امله نشي کولای چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
هغه د ملي وحدت د حکومت نه په هغه ددې باور او اعتماد له امله مننه کړې او ویلي دي چې د ځوان نسل د یو غړي په توګه د خپل هیواد او ملت د ارمانونو د تحقق لپاره ژمن یم او پدې لاره کې به تل هڅه وکړم.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ادیب فهیم د ترسره کړو خدماتو نه په مننې سره د هغه استعفا منظور کړې ده .