په کابل کې چاودنه وشوه

د کابل په ۱۵ مه حوزه کې د قسيم په سړک کې چاودنه وشوه

1305274
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان پلازمينه کابل نن سهار چاودنې ولړزوله. 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي چې نن د سهار په ۷ بجو او ۲۵ دقيقو د کابل د ۱۵ حوزې په سيمه کې د قسيم په سړک کې چاودنه شوې . 

هغه ويلي دي چې ددې چاودنې په نتيجه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند دلاسه ورکړی ذو ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. 

 د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا  برید  د  ( ورلډ ګارډ ) په نامه  د یو بهرني شرکت د کارکوونکو پر موټر شوی دی.

پدې برید کې چې  د موټر پر مټ شوی دی  ۷ تنو  ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. په ټپیاڼو کې  ۴ تنه د ورلډ ګارډ د شرکت  بهرني کارکوونکي  دي.

همداشان  پدې برید کې  ۳ موټرې  تخریب شوي دي.

دا پیښه  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته  په نږدې سیمه کې رامنځته شوې دی.

دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې  تیره ورځ  د کابل حکومت  د طالبانو سره  د اسیرو دوو تنو بهرنیو استادانو په بدل کې   د حقاني د شبکې د بڼسټګر جلال الدین حقاني  زوی  انس حقاني  او دوه تنه نور جګپوړي زنداني طالبان  خوشې کړل.

د افغانستان ولسمشر ویلي وو چې دا کسان يی په مشروط  ډول  خوشې کړي دي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه