په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په کتار چاودنه شوې
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په کتار درنده چاودنه شوې
1305015
![په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په کتار چاودنه شوې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9983/17c7/8a19/5d51657d7e714.jpg?time=1718890463)
د لوګر پولیسو د پل علم ښار ترڅیرمه د بهرنیو ځواکونو په کتار د چاودنې نه هم خبر ورکړی دی.
په چاودنه کې د ځاني زیانونو په اړه بې خبري ښودل شوې ده .
د لوګر ولایت د ولایتي شورا وکیل محمد قاسم صدیقي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پل علم ښار د شینګ کمپ ترڅنګ د ناټو ځواکونو په کتار چاودنه وشوه. ناټو سرتیرو د برید نه وروسته سیمې ته غځیدلې لارې د ټرافیک پر مخ وتړلې او هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
دې هم پدې برید کې د ځاني تلفاتو په اړه بې خبري وښوده.