د افغانستان په شمال کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پیښو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بغلان ولایت کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ ډوله موټر د چپه کیدو امله لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د خوست فرنګ د ولسوالۍ د پلفي کوتل په سیمه کې د چپه کیدو په نتیجه کې ۱۷ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې ددې پيښې قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د پيښې قربانیان او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. هغه ویلي دي چې نوموړی موټر د پلخمري ښار پر لورې روان وو.
د بله پلوه د افغانستان په شمال کې د سرپل په ولایت کې هم د یوې ورته ټرافیکي پیښې نه خبر ورکړ شوی دی.
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه یو فلاینګ کوچ ډوله مساپر وړونکی موټر چې د مزار شریف ښار نه د بلخاب ولسوالۍ پر لورې روان وو د بلخاب ولسوالۍ د شیګې کوتل په سیمه کې د سړک نه سیند ته وغورځید.
ویاند ویلي دي چې پدې پیښه کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي . همداشان یو ماشوم لادرکه دی.
هغه ویلي دي چې ددې پیښې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.