په ارزګان کې ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي

د افغانستان  د ارزګان په ګیزاب  ولسوالۍ کې  د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې  لږ تر لږه  شلو تنو امنیتي سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

1291732
په ارزګان کې ۲۰ تنه سرتیري وژل شوي

 

د ارزګان  د امنیې قومندانۍ ویاند  خطاب  خنجر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو په ګیزاب  ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو  د برید نه وروسته  نښته پیل شوه.

په تیرو ۴۸ ساعتونو کې  په ترسره شوو نښتو کې  شلو تنو امنیتي ځواکونو  ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه  طالب اورپکي  وژل شوي دي . په عملیاتو کې ۲۲ تنه طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا  په ګیزاب ولسوالۍ  د بریدونو سره  د یو زیات شمیر امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده .



اړوند خبرونه