په غزني کې په پوهنتون کې د چاودنې مسئولیت داعش په غاړه واخیست
د افغانستان په غزني ولایت کې تیره ورځ پر پوهنتون د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
1284598
د ویلو ده چې تیره ورځ د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د غزني ولایت د پوهنتون د ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې په یو درسي ټولګې کې چاودنه وشوه.
پدې چاودنه کې ۲۳ تنه ټپيان شول چې ډیری ښځینه محصلینې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې پدې پيښه کې ۲۳ تنه محصلین ټپيان شوي دي چې ډیری ښځینه محصلینې دي.
د برید مسئولیت چا په اړه نه وو اخیستی .
د داعش ترهګرې ډلې نن ددې برید مسئولیت په غاړه واخیست. داعش ترهګرې ډلې ته نږدې سرچینو ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی.