په غزني کې چاودنه وشوه

د غزني په پوهنتون کې چاودنه وشوه

1283514
په غزني کې چاودنه وشوه

 د افغانستان په غزني ولایت کې په پوهنتون کې چاودنه وشوه.

د غزني ولایت نه د ترلاسه شوو  معلوماتو له مخې  چاودنه د غزني پوهنتون په یو  درسي  صنف  کې  رامنځته شوې ده .

د غزني والي  وحیدالله کلیمزي  ویلي دي چې نن  د سهار د لسو بحو په شاوخوا کې د غزني د پوهنتون د ژبې او ادبیاتو د پوهنځي په یو درسي ټولګې کې  چاودنه وشوه چې له امله يي  ۱۹ تنه ټپيان شوي دي. د ټپیانو نه  ۱۵ تنه ښځینه محصلینې  دي . 

د بله پلوه  د  یاد شوي ولایت  د دولتي  روغتون رئیس  باز محمد همت ویلي دي پدې چاودنه کې ۲۰ تنه محصلین ټپیان شوي دي چې۱۵  تنه يي ښځینه محصلینې دي .

هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. 

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا ویلي دي چې  طالبانو دا ځل د غزني په پوهنتون کې  په درسي ټولګي کې  د برید سره  ۲۳ تنه زده کوونکي  ټپیان کړل. هغه ویلي دي چې ددې پيښې ډیری  ټپيانې ښځینه محصلینې دي. هغه ویلي دي چې دا پيښه د سهار په لسو بجو او لسو دقیقو رامنځته شوې ده . 

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه