په جلال آباد کې چاودنه وشوه
په جلال آباد کې د ملي اردو د جلب او جذب پر موټر چاودنه وشوه
1283347
![په جلال آباد کې چاودنه وشوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/dad2/ef65/efcb/5d9c2a6652b3d.jpg?time=1719027592)
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ملي اردو ته د جلب شوو سرتیرو د لیږد پر موټر چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي دي چې دا پیښه نن په ځايي وخت د مازیګر د څلورنیمو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د دریمې حوزې په سیمه کې رامنځته شوې ده .
ویاند ویلي دي چې چاودنه د ملي اردو د جلب او جذب په یو کاسټر ډوله موټر چې ملي اردو ته جلب شوي تازه سرتیري پکې سپاره ول شوې ده .
پدې پیښه کې لږ تر لږه لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پيښې قربانیان ډیری ملکي وګړي دي. ویل کیږي چاودنه پداسې ځای کې شوې ده چې شاوخوا ته يي په یو لوبغالي کې لوبه روانه وه.
خوږیاڼي ویلي دي چې چاودنه د یو زرنج ډوله موټر سایکل پر مټ شوې ده .