د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې هدفي وژنو لړۍ دوام لري.
داځل ددې ولایت د ملي امنیت د مدیریت د تعلیم او تربیې امر د ناپیژاندو کسانو لخوا ووژل شو.
1267112
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد ښار د سپین غر سینما شاته په کوڅه کې د ملي امنیت د مدیریت د تعلیم او تربیې امر د ناپيژاندو کسانو په ډزو کې ووژل شو.
ویل کیږي محمد زمان هله وژل شوی چې د کور نه د دندې پر لورې روان وو.
د یادولو وړ ده چې د دوشنبې د ورځې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د ننګرهار ولایت یو ډیر ټکړه او پیاوړی ډاکټر نوروز شینواری هم د نامعلومو کسانو د چسپکي بم په برید کې ووژل شو.
د ننګرهار ولایت امنیت د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو دی.