په کابل کې چاودنه وشوه

د کابل په نهمه حوزه کې چاودنه وشوه

1262513
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیو ځواکونو په هډې  چاودنه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  نصرت رحیمي‌ ویلي‌ دي‌ چې  چاودنه د کابل د نهمې  حوزې په مربوطاتو کې  په ګرین ویلیج  شوی  دی .

نصرت رحیمي‌ ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د موټر پر مټ شوې  ده  او له امله يي  د تیلو یو پمپ‌ ستیشن هم  اور اخیستی  دی. 

هغه ویلي‌ دي‌ چې  ځانګړي‌ ځواکونه  سیمې ته رسیدلي‌ دي‌ او سیمه  کلا بنده کړې  ده .

د ځاني‌ تلفاتو په اړه  تر اوسه پورې  څه ندي  ویل شوي‌ خو  عیني‌ شاهدانو  بیا ویلي‌ دي‌ چې  یو زیات شمیر  امبولانسونه  سیمې ته رارسیدلي‌ او ټپیان روغتونونو ته انتقالوي.

بعضو سرچینو  پدې  برید کې  د نږدې  سلو تنو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړی دی. 

د برید  مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست. طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې  د ماسخوتن  په ساعتونو کې  د کابل په نهمه حوزه کې د بهرنیو ځواکونو د ګرین ویلیج په هډې  ډله ایز برید کړی. په بیان کې  راغلي‌ دي‌ چې  لومړی پدې  هډې  د موټر پر مټ  ځانمرګی برید وشو او وروسته  نور برید کوونکي‌ هډې ته ننوتل. طالبانو پدې  برید کې  لسګونو تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو  ادعا کړې  ده . 


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه