په هرات کې ۱۴ تنه ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې ۱۴ تنه  ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي  وژل شوي دي.

1259700
په هرات کې ۱۴ تنه ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

 

د هرات ولایت  د پولیسو ویاند  عبدالاحد ولي زاده خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه   هرات ولایت د کشک رباط سنګي  ولسوالۍ  د چهار درې  په سیمه کې  طالبانو د  ولسي پاڅون کوونکو په مرکز  بریدونه وکړل چې وروسته  نښته پیل شوه.

پدې بریدونو او نښته کې  ۱۴ تنه ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي  وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  دا برید د شپې په ۱۲ بجو شوی وو چې وروسته نښته پیل شوه او د شپې تر ۲ بجو پورې دوام وکړ.

د برید او نښتې نه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل د طالبانو برید يي په شا وتنبو.

ولي زاده  ویلي دي چې پدې نښته کې  افغان ځواکونو طالبانو ته هم  درانده ځاني زیانونه اړولي دي خو دقیقه شمیره يي معلومه نده.



اړوند خبرونه