په افغانستان کې  د سلام  مخابراتي  شرکت  رئیس  ووژل شو.

د سلام مخابراتي شرکت رئیس ووژل شو

1249966
په افغانستان کې  د سلام  مخابراتي  شرکت  رئیس  ووژل شو.

 

د افغانستان  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي دي چې  د سلام مخابراتي  شرکت  رئیس قاسم تاج  تیره شپه  په موټر کې  د ځای په ځای شوي  بم په چاودنه کې  ژوند  د لاسه ورکړ.

په خبر کې راغلي دي چې  د قاسم  تاج  په موټر  چاودنه  تیره شپه  د ۸ نیمو بجو په شاوخوا کې  د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سلام د مخابراتي شرکت  وژل  په کلکو ټکو غندلي دي  او ویلي دي چې  دا ډول بریدونه به ددوې د توسعې  مخه ونه نیسي.

د برید  مسئولیت چا په اړه ندی اخیستی. طالبانو  تیره شپه  د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د دوو  بریدونو مسئولیت په اړه اخیستی دی خو  د سلام د رئیس  پر موټر يي د برید په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه