په افغانستان کې دوه امریکايي سرتیري ووژل شول
غوڅ ماموریت په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ
په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شو.
په افغانستان کې غوڅ ماموریت د دوو تنو امریکايي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
غوڅ ملاتړ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د جولای په ۲۹ تنه ددوې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي دي.
د بله پلوه طالبانو بیا ادعا کړې ده چې نن د کندهار ولایت د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې ددوې نفوذي سرتیري د امریکايي ځواکونو په هډه کې پر امریکايي ځواکونو خونړی برید وکړ چې په پایله کې ۴ تنه امریکايي سرتیري مړه او ۲ تنه نور ټپيان شول.
طالبانو ویلي دي چې ددوې نفوذي سرتیری هم د امریکايي ځواکونو په متقابل برید کې ټپي شوی دی.
همداشان د امریکا د دفاع وزارت پنټاګن هم د پیښې پخلی کړی دی. پنټاګن ویلي دي چې نن دوشنبه د جولای ۲۹ ددوې دوه سرتیري د یو نفوذي برید په پایله کې وژل شوي دي.
پنټاګن هم د پيښې په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده. پنټاګن ویلي دي چې برید کوونکی هم په متقابل برید کې وژل شوی دی.