په غزني کې ځانمرګی بريد وشو
په غزني کې ځانمرګي بريد ګن شمير کسان ووژل
1243687
د افغانستان په غزني ولايت کې ځانمرګی بريد وشو.
د غزني. والي وياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې د ياد شوي ولايت د آب بند ولسوالۍ د سرفراز په سيمه کې د هامو موټر په مټ ځانمرګی بريد شوی دی.
وياند ويلي دي چې پدې بريد کې ۴ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی دی. د ويلو ده چې تيره ورځ هم په ياده شوې ولسوالۍ کې بريد شوی وو چې په پايله کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.