د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د واده پر موټر چاودنه شوې.
په ننګرهار کې د واده پر موټر چاودنه شوې
1241887
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د یاد شوي ولایت د خوږیانو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
د ننګرهار د والي ویاند ویلي دي چې د خوږیانو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د واده پر موټر چاودنه شوې چې په پایله کې د یوې کورنۍ ۶ تنو چې پنځه تنه يي ښځې او یو ماشوم دی ژوند د لاسه ورکړی د ی او ۴ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.