په غزني کې د طالبانو یو تن جګپوړی چارواکی ووژل شو

د افغانستان  د غزني په ولایت کې د طالبانو یو تن جګپوړي چارواکي په ګډون  ګن شمیر  طالب اورپکي  وژل شوي دي.

1239685
په غزني کې د طالبانو یو تن جګپوړی چارواکی ووژل شو

 

د افغانستان ۲۰۳ تندر  قول اردو  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیت د ریاست  معاون  د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  په غزني ولایت کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د یاد شوي ولایت لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی دی امنیت د ریاست مرستیال د خپلو اتو تنو نورو ملګرو سره  یو ځای  وژل شوی دی.

دا برید  د غزني د قره باغ په ولسوالۍ کې شوی دی. په برید کې د طالبانو یو پوځي موټر هم له منځه وړل شوی دی. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د طالبانو په موضعو  پراخه بریدونه پيل شوي دي.



اړوند خبرونه