په کابل کې ډله ایز برید شوی
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي دفاع وزارت اړوند په یو لوژیستیکي مرکز ډله ایز برید شوی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې نن په ځايی وخت د سهار په اتو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل د پولیسو د ۱۶مې حوزې په مربوطاتو کې د محمود خان پله په سیمه کې په یو مرکز ډله ایز برید وشو.
هغه ویلي دي چې لومړی پدې مرکز د موټر پر مټ برید وشو او وروسته نور برید یوې ودانۍ ته ننوتل.
سمدلاسه سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوه. د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه نښته پیل شوه.
د بله پلوه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا ویلي دي چې د چاودنې په نتیجه کې د ټپي شوو کسانو نه ۶۵ تنه تر اوسه پورې روغتونونو ته راانتقال شوي دي.
هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه ۱۰ تنه ماشومان دي.
د ویلو ده چې په سیمه کې اوس هم نښته دوام لري. امنیتي ځواکونه د برید کوونکو د لمنځه وړو هڅه کوي.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د محمود خان پل په سیمه کې د ملي دفاع وزارت د لوژستیک په مرکز ډله ایز برید کړی. طالبانو پدې برید کې په لسګونو تنو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.