د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې چاودنه شوې

1221568
د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.

 

د جلال آباد نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنه  د ښار په دویمه ناحیه کې  په یو هایلکس  موټر کې د مقناطیسي  بم  له امله شوې ده .

ویل کیږي پدې چاودنه کې  دوه تنه  مړه  او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه  د ننګرهار  د والي ویاند  عطاالله خوږیاني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  د جلال آباد ښار د چپرهار هډۍ  په سیمه کې  رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې چاودنه د پولیسو په هایلکس  ډوله موټر شوې ده چې په پایله کې  پولیسو ته هم  مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدانو پدې پیښه کې د دوو تنو پولیسو د وژل کیدو  او ۱۸ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

په ټپیانو کې هم  پولیس شتون لري.



اړوند خبرونه