د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیو ځواکونو په کتار برید وشو.
په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په کتار برید شوی
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د بهرنیو ځواکونو په کتار برید وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن په ځايي وخت د سهار په اتو بجو او ۴۰ دقیقو د بهرنیو ځواکونو په کتار برید وشو.
ویل کیږي برید د کابل د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د وزیر کلا او قابل بای د سیمو ترمنځه په سیمه کې شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه ټپیان شوي دي خو عیني شاهدانو بیا د مرګ ژوبلې شمیره د ښودلي رقم نه ډیر لوړه ښودلې ده .
عینې شاهدانو ویلي دي چې مرګ ژوبله ډیری ملکي وګړو ته چې د بهرنیو ځواکونو د کتار په شاوخوا کې روان ول اوښتې ده.
د پيښې سیمه د ټرافیک او تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده . امنیتي ځواکونه هیچا ته سیمې ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.
د ویلو ده چې پرون هم د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د مارشال محمد قسیم فهیم د حربي پوهنتون په مخکې د حربي پوهنتون پر محصلینو ځانمرګی برید شوی وو.
په پرونې برید کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي وو.
مرګ ژوبله ډیری د حربي پوهنتون محصلینو ته اوښتې وه.
د ویلو ده چې د کابل د نني برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې برید يي د موټر پر مټ ترسره شوی دی او پدې لسو تنو بهرنیو پوځي افسرانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .