په بغلان کې په پوځي مرکز برید شوی
په بغلان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته شوې
1210623
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې طالبانو په یو پوځي مرکز د برید په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد صفدر محسني خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بغلان ولایت د چشمې شیر په سیمه کې طالبانو په یو پوځي مرکز برید کړی دی.
د برید نه وروسته نښته پيل شوې ده .
په نښته کې ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۸ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
طالبانو د پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.