په کندهار کې تیره شپه چاودنه شوې
د افغانستان د کندهار ولایت تر ټولو په مهمه د عینو مینې په سیمه کې چاودنه شوې ده .
1207285
د کندهار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه تیره شپه شوې ده .
د بله پلوه د کندهار د امنیې قومندان تادین خان خبري رسنیو ته ویلي دي دا چاودنه د موټر پر مټ شوې ده . هغه ویلي دي چې تیره شپه د عینو مینې د سیمې په ۲۲ مه جاده کې د موټر پر مټ چاودنه وشوه.
هغه ویلي د چاودنې اصلي هدف تر اوسه پورې معلوم ندی . په چاودنه کې ۱۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي چې ۶ تنه يي ماشومان او ۴ تنه يي ښځې دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.