د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دویم ځل لپاره پر پولیسو خونړی برید وشو.
د کابل د پولیسو د اومې حوزې په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید وشو
د ویلو ده چې تیره شپه د کابل ښار د پولیسو د اومې حوزې په مربوطاتو کې د دوغ آباد په سیمه کې طالبانو د پولیسو په یوې پوستې خونړی برید وکړ چې په پایله کې ۳ تنه پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو دا برید هله وکړه چې پولیس په روژه ماتې ناست ول.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه طالب ترهګرو د پولیسو د اومې حوزې په مربوطاتو کې د دوغ آباد په سیمه کې د پولیسو په یوې پوستې پداسې حال کې برید وکړ چې پولیس په روژه ماتې ناست ول.
هغه ویلي دي چې برید د ۶ تنو طالب ترهګرو لخوا شوی دی چې په پایله کې ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان پدې برید او نښته کې دوه ترهګر وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي خو دوه تنه بیا په تیښته بریالي شوي دي.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ هم د کابل ختیځ لورې ته څرخي پله ته نږدې طالبانو د پولیسو په یوې پوستې برید کړی وو او پوسته يي په کامله توګه سوځولې وه.